ډېر لوستل شوي

کچالو؛ د خوارکي ځواک سرچينه او د افغان کروندګرو اقتصادي تمه

کچالو یا (الوګۍ) د نړۍ له تر ټولو ډېرو کرل کېدونکو او خوړل کېدونکو زراعتي حاصلاتو څخه شمېرل کېږي، چې نه یوازې د خوړو یوه مهمه سرچينه بلل کېږي، بلکې له اقتصادي پلوه هم ځانګړی ارزښت لري. دا نبات، چې علمي نوم یې Solanum tuberosum دی، د شاته مټو (Solanaceae) له کورنۍ سره تړاو لري او د نشایسته‌لرونکو خوړو له ډلې ګڼل کېږي. کچالو د بدن لپاره ډېر مهم غذایي توکي لري.

کچالو نه یوازې د خوړو په برخه کې د خلکو ورځنی ملګری دی، بلکې د خوراکي صنعت، د خوراکي موادو د پروسس او د تخنیکي تحقیقاتو په برخه کې هم پراخ استعمال لري.

په دې مطلب کې به له تاسو سره د کچالو روغتيايي ګټې، احتمالي زيانونه او په افغانستان کې د کرکېلي او دغه راز د ځينو سيمو خلکو اقتصادي تکيې په تړاو معلومات شريک کړو.

۱. د کچالو ارزښت او روغتيايي ګټې:

  • د انرژۍ بډایه سرچينه:
    کچالو نشایسته لرونکی نبات دی او بدن ته چټکه او دوامداره انرژي ورکوي، ځکه چې کاربوهایډرېټ پکې ډېر دي. روغتيا پالان وايي، چې فزیکي کار کوونکو، زده‌کوونکو او ورزشکارانو ته ډېره ګټه لري.
  • د بواسير ناروغۍ مخنيوی کوی:

روغتیا پالان وایي، که څوک خام کچالو میده کړي او له زیتونو سره یې ګډ کړي د بواسیرو لپاره زیاته ګټه لري.

  • د هاضمې لپاره ښه دی:
    کچالو فایبر (فايبري مواد) لري، چې د هاضمې سیستم ته ګټه رسوي. فایبر د کولمو حرکات تنظیموي او د قبض په مخنیوي کې مرسته کوي.
  • د زړه روغتیا ته ګټه لري:
    په کچالو کې پوتاشیم شته، چې د وینې فشار تنظیموي او زړه ته ګټور دی. دا منرال د سودیم منفي اغېزې خنثی کوي او د زړه حملو خطر کموي.
  • د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي:
    کچالو ویټامین C لري او دغه ويټامين د وجود دفاعي سیستم پیاوړی کوي او دغه راز د سر زکام، التهابونو او نورو ناروغیو پر وړاندې بدن ته ځواک ورکوي.
  • د پوستکي او زخمونو د رغېدو مرسته کوي:
    ویټامین B6، ویټامین C او د زنګ ضد توکي (antioxidants) چې په کچالو کې شته، د پوستکي د تازه ساتلو، زخمونو د ژر رغېدو او د حجراتو د بیا رغونې لپاره خورا مهم دي.
  • د مغز د فعالیت لپاره ګټور دی:
    ویټامین B6 چې کچالو یې ښه سرچينه ده، د دماغي حجراتو تر منځ د ارتباطاتو لپاره ضروري انزایمونه فعالوي او د حافظې او تمرکز ملاتړ کوي.
  • د وزن په زياتوالي او کم‌والي کې ښه مرسته کوي:
    که کچالو له غوړو، مایونیز یا درنو چربو پرته (لکه په اوبو يا هم بخار کې پاخه شي)؛ نو د وزن د کنټرول په رژیم کې هم ځای لري. بللور، که څوک د وزن زیاتولو هڅه کوي؛ نو د هغوی لپاره کچالو د انرژۍ طبيعي سرچينه ده.

۲. په افغانستان کې د کچالو حاصلات او اقتصادي اغېزې

  • د کرنې مهم محصول:
    کچالو (الوګۍ) په افغانستان کې د کرنې له مهمو او ارزښتناکو حاصلاتو څخه شمېرل کېږي. دا نبات د هوا او خاورو له پلوه نسبتاً لږې اړتیاوې لري، ژر حاصل ورکوي او کرنه‌یې د بزګر لپاره مالي ګټه لري.
  • مهمې کرنیزې سیمې:
    کچالو تر ټولو ډېر په بامیان، میدان وردګ، لوګر، غزني، هلمند، تخار، بدخشان، کندز او فاریاب ولایتونو کې کرل کېږي، په ځانګړي توګه، بامیان د افغانستان د کچالو د “مرکز” په توګه پېژندل کېږي، چې کال‌په‌کال زرګونه ټنه تولید لري.
  • د خوړو په خوندي‌توب کې ونډه:
    کچالو د ډوډۍ او نورو سړو خوړو یو بدیل ګڼل کېږي. دا محصول د لوږې او خوارځواکۍ پر ضد یوه مهمه سرچینه ده، ځکه چې د ارزانه بیې، غذایي ارزښت او د ډېرې مودې د ساتنې وړتیا لري.
  • د عاید یوه مهمه سرچینه:
    د کچالو تولید د زرګونو بزګرانو لپاره د عاید مستقیمه سرچینه ده. له کر کیلې، تر تولید، بازار ته د لېږد، پروسس، بسته‌بندۍ او تر صادراتو پورې د ارزښت‌زنځیر په اوږدو کې ګڼ خلک ګټه ترې پورته کوي.
  • د کورني بازار پیاوړتیا:
    کچالو یو له هغو حاصلاتو څخه دی، چې نه یوازې کورنی بازار پرې بسیا کېدای شي، بلکې د موسم له مخې د نورو هېوادونو واردات هم راکمولی شي. دا چاره د اقتصادي ځان‌بساینې او ارزښت لرونکو داخلي تولیداتو ملاتړ کوي.
  • د صادراتو ظرفیت:
    که څه هم افغانستان اوس یو څه کچالو له ګاونډیو هېوادونو واردوي؛ خو د بامیان، وردګو او نورو سیمو د لوړ کیفیت کچالو کولی شي د منځنۍ آسیا، پاکستان او حتی ختیځو هېوادونو بازارونو ته صادر شي.
  • ستونزې او اړتیاوې:
    سره له دې چې د کچالو تولید ډېر شوی، لا هم کروندګر د عصري زراعتي وسایلو، اصلاح شویو تخمونو، مناسبو زېرمو، بازارموندنې او د پروسس کارخونو له نشتوالي کړېږي. د دغو برخو تقویه، نه یوازې د کچالو تولید زیاتولی شي، بلکې اقتصاد ته به پراخې ګټې ورسوي.

۳. د کچالو احتمالي زیانونه

  • د ناپاکو یا ککړو کچالو استعمال:
    که کچالو د زهرجنو موادو لکه کیمیاوي سرې، حشره‌وژونکو یا ککړو اوبو له لارې کښت شوي وي؛ دا مواد ممکن په کچالو کې پاتې شي او که انسان یې وخوري، روغتيا ته زیان رسوي.
  • د شنه یا غوټ شوي کچالو خوراک:
    کله چې کچالو د لمر لاندې یا په ناسمو شرایطو کې ساتل کېږي، شين رنګ پيداکوي او په کې “سولانین” نومي زهرجن ماده رامنځته کېږي. د داسې کچالو خوړل کولای شي د معدې درد، استفراق، سرخوږی او نورو جدي ناروغيو لامل شي.
  • په زياتو غوړيو کې د کچالو خوړلو زيانونه:
    کچالو معمولا خلک تر ډېره په غوړيو کې په سره شوي شکل پخوي او بيايي خوري، چې د غوړیو لوړ مقدار، د زړه ناروغۍ، شکر او د وزن زیاتوالی رامنځته کوي؛ نو په کار ده چې د ډېرو غوړو خوراکونو له استفادي ډډه وشي.
  • د زیاتو کاربوهایډریټونو مصرف:
    لکه څنګه مو چې وړاندې وويل، کچالو د کاربوهایډریټونو سرچینه ده؛ نو په دې اساس ډېر خوارک يې په ځانګړي توګه هغه کسانو کې چې روغتيايي ستونزې لري، په بدن کې د شکر، د چاغښت او د وینې فشار د ناروغیو خطر زیاتوي.

۴. سپارښتنه:

کچالو د افغانستان د خلکو لپاره يوه مهمه غذا ده. د دې لپاره چې له کچالو څخه بشپړه ګټه پورته کړو، اړينه ده چې د هغې کښت، زېرمه او خوراک په سمه توګه او د روغتیايي اصولو سره سم ترسره شي. کروندګر دې هڅه وکړي چې عصري تخنیکونه او پاک تخمونه وکاروي او هېوادوال دې هم له شنو او ککړو کچالو څخه ځان وساتي او په خوراک کې دې یې اندازه معتدله وساتي. دا به زموږ د کورنیو روغتیا او اقتصادي پرمختګ تضمين کړي.

اړوند خبرونه