ډېر لوستل شوي

م.م: د بودجې کموالي د افغان کډوالو لپاره د سرپناوو جوړولو لړۍ اغېزمنه کړې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ځانګړي استازي عرفات جمال له اميد راډيو سره په ځانګړي مرکه کې ويلي، چې د بودجې کمښت په افغانستان کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د استوګنځایونو جوړولو پروګرام له خنډ سره مخ کړی دی.

د نوموړي په وينا،UNHCR  تېر کال د راستنېدونکو کډوالو لپاره له څلور زرو ډېر کورونه جوړ کړي؛ خو سږ کال دا شمېر د تمې خلاف راکم شوی دی.

ښاغلي جمال په دې ځانګړي مرکه کې زياته کړې، چې دغه اداره د کورونو تر څنګ، د روغتیايي مرکزونو، لومړنيو ښوونځیو او د څښاک پاکو اوبو د برابرو په برخه کې هم پرژوې عملي کړې دي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې اوس‌مهال په ۲۸ ولایتونو کې د بېرته راستنو شوي کډوالو لپاره د ۳۵ استوګن‌ځایونو د جوړېدو چارې دوام لري.

اړوند خبرونه