ډېر لوستل شوي

هرات کې هره ورځ اووه‌نیم زره سیمکارتونه راستنېدونکو افغانانو ته وېشل کېږي 

د هرات ځايي مسوولین وایي چې هلته د مخابراتي شرکتونو له لوري د راستنېدونکو افغان کډوالو ته هره ورځ اووه‌نیم زره سیمکارتونه په وړیا توګه ورکول کېږي. 

د هرات د مخابراتو او ټکنالوژۍ رییس، حافظ خیرالله خیرخواه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا سیمکارتونه د مخابراتي شرکتونو له لوري په اسلام‌کلا او نورو سیمو کې په کډوالو وېشل کېږي. 

سرچینې لیکلي چې دا سیمکارتونه د راستنېدونکو د بایمتریک پروسې له بشپړېدو وروسته توزیع کېږي، او کډوال ترې د اړیکې او انترنت استفاده کولای شي.  

بلخوا د مخابراتي شرکتونو مسوولینو ویلي چې په دغو سیمکارتونو کې وړیا دقیقې او انترنت فعال دي، چې د کډوالو لومړنیو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې ګټور تمامېږي. 

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې له ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي او د اسلامي امارت د ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد په وینا چې هره ورځ له ۲۰ – ۳۰ زرو افغانان هېواد ته راستنېږي.  د اسلامي امارت مسوولینو ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د راستنېدونکو کډوالو بهیر په ښه ډول مدیریت کړی او د دوی لومړنیو ستونزه رسېدنه شوې ده.

اړوند خبرونه