نخود (Cicer arietinum)، چې په هېواد کې له پخوا راپدې خوا د خوړو مهمه برخه ګڼل کېږي، نه یوازې د خوند له پلوه ډېره خوندور خواړه دي، بلکې له علمي او تغذیې اړخه هم یوه بشپړه خزانه ده. دا وړوکی، خو د ځواکمن نبات په شکل راټوکېدونکی حبوبات د نباتي پروټینو، فایبر، ویټامینونو او معدني توکو غني سرچینه ده، چې د انسان د بدن د دفاعي سیستم پیاوړتیا، د هاضمې د ښهوالي او حتی د شکر او زړه ناروغیو د مخنیوي په برخه کې رغنده رول لري.
نخود نه یوازې د پخلي په ګڼو ډولونو کې کارېږي، بلکې د نړۍ په بیلابېلو کلتورونو کې ځانګړی ځای لري. له کورني “نخودي شوروا” او “نخودي پلاو” نیولې تر نړیوالو خوراکونو لکه “حمص” او “نخودي سالاد” پورې، دا یو له هغو توکو څخه دی، چې هم ذائقه پوره کوي او هم روغتیا ته ګټه رسوي.
په دې غذايي معلوماتي مقاله کې به د نخودو تغذیوي ارزښت، روغتیایي ګټې، د استعمال ډولونه او کرنیزې ځانګړتیاوې وڅېړو، ترڅو د دې طبیعي نعمت اهمیت لا ښه درک کړو.
۱. د نخودو روغتيايي ګټې او تغذیوي ارزښت
نخود یو له هغو نباتي خوراکونو څخه دی چې د بدن لپاره ګڼ شمېر ارزښتناکې ګټې لري. دا کوچنی دانېدار توکی، له طبعي پروټینو، فایبر، ویټامینونو او مهمو معدني موادو څخه غني دی، چې نه یوازې بدن ته قوت ورکوي، بلکې د ګڼو ناروغیو مخنیوی هم کوي.
- د نباتي پروټینو غوره سرچینه:
نخود د هغو کسانو لپاره یو عالي انتخاب دی چې غوښه نه خوري یا غواړي وزن کنټرول کړي. پروټین د عضلاتو د جوړښت لپاره اړین دی او نخود دا اړتیا په طبیعي بڼه پوره کوي.
- د هاضمې سیستم پیاوړی کوي:
نخود ډېر فایبر لري، چې د معدې د سالم فعالیت، قبضیت د مخنیوي او د کولمو د پاکوالي لپاره اغېزمن ثابت شوی دی.
- د شکر ناروغانو لپاره ګټور:
د نخودو فایبر او کم ګلیسمیک شاخص دا مرسته کوي چې د وینې د شکر کچه کنټرول کړي. دا یې د شکر ناروغانو لپاره یو مناسب او مصوون خوراک جوړوي.
- زړه ته ګټه لري:
په نخودو کې شته منګنیز، فولات او فایبر د زړه د ناروغیو په کمولو کې مرسته کوي. دا مواد د وینې فشار، کولیسټرول او التهاب تنظیموي.
- د وزن کمولو لپاره مرسته کوي:
نخود مو ژر مړوي او د زیات خوراک مخه نیسي. دا ځانګړنه د هغو کسانو لپاره ګټوره ده چې غواړي وزن کم کړي یا ځان فټ وساتي.
- د هډوکو او عضلاتو پیاوړتیا:
په نخودو کې کلسیم، مګنیزیم، فاسفورس او وسپنه شته، چې د هډوکو پیاوړتیا، د وینې جوړولو او انرژۍ لپاره اړین دي.
۲. په افغانستان کې د نخودو حاصلات او اقتصادي ارزښت
نخود د افغانستان له پخوانیو او دودیزو کرنیزو حاصلونو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کرل کېږي. دا نبات د وچ اقلیم، لږو اوبو او نسبتاً ضعيفې خاورې سره ښه توافق لري؛ نو ځکه اکثره بزګران یې د غنمو، وربشو او نورو حبوباتو تر څنګ کرل غوره ګڼي.
- کرنیز موقعیت:
په افغانستان کې نخود تر ډېره په ننګرهار، پکتیا، کندز، بلخ، بدخشان، غور او میدان وردګو ولايتونو کې ډېر کرل کېږي، ځکه د يادو ولايتو اقلیم، خاوره او د کرنیزو شرایطو له مخې د نخودو کرنې ته مناسب ګڼل کېږي.
- د حاصلاتو کچه:
که څه هم د کرنیزو میتودونو محدوديت، د اوبو کمښت، او د اصلاح شویو تخمونو نشتوالی د نخودو حاصل کم کړی؛ خو بیا هم هر کال زرګونه ټنه نخود له دې ولایتونو څخه راټولېږي. د نخودو حاصل په منځنۍ توګه، که غوره تخم سم کرنيز مديريت او موسمي ملاتړ وي له یوه جریبه ځمکې څخه ۶۰۰ تر ۸۰۰ کیلوګرامو ته رسېږي.
- اقتصادي اهمیت:
نخود د بازار له اړخه هم ارزښت لري. دا نه یوازې د کورني بازار لپاره مهم دی، بلکې د وچو مېوو او حبوباتو په صادراتو کې هم ونډه لري. د ښه کیفیت نخود کولی شي د هېواد د بزګر اقتصاد ته د پام وړ عاید برابر کړي.
- د کرنې فرصتونه:
که اصلاح شوي تخمونه، عصري کرنیز وسایل، کرنیزې مشورې او بازارموندنه ورسره مل شي؛ نو د نخودو حاصلات په لنډ وخت کې دوه چنده کېدلی شي. همداراز، دا نبات د خاورې لپاره هم ګټور دی، ځکه چې نایتروجن تثبیتوي او خاورې ته حاصلخېزي بېرته ورکوي.
۳. د نخودو احتمالي زیانونه (که په زیاته اندازه یا ناسمه بڼه وخوړل شي)
- د معدې پړسوب او ګاز:
نخود فایبر او طبیعي شکر لکه رافینوز لري، چې ځينې خلک یې ژر نه هضموي. دا ممکن د معدې پړسوب، ګاز او نارامۍ لامل شي، په ځانګړې توګه که خام یا نیمپخې شوې بڼه یې وخوړل شي.
- هاضمې ته درانه کېدل:
په زیاته اندازه نخود خوړل، خاصتاً د شپې، د معدې دروندوالی، ناارامي او حتی قبضیت رامنځته کولای شي، په ځانګړي توګه که اوبه یا فایبر له نورو سرچینو سره ونه خوړل شي.
- د اوکسالاتو لوړ کچه – د ګردې ستونزې لپاره احتیاط:
نخود یو څه اوکسالات لري، چې په زیات مقدار کې یې خوړل د هغو خلکو لپاره مناسبه نه دي چې د ګردې تیږې ولري.
- د پروټین او فایبر زیاتوالی – د جذب د ستونزې امکان:
که څه هم نخود پروټین او فایبر لري؛ خو ډېر زیات استعمال یې د بدن د ځینو منرالونو لکه وسپنې، زنک، یا کلسیم جذب کمزوری کولای شي، ځکه دغه حبوبات فایټېک اسید لري.
- د الرجۍ امکان (نادر، خو شونی)
په نادره توګه، ځینې کسان د نخودو له خوراک سره حساسيت لري، چې ممکن د پوستکي خارښت، د خولې پړسوب یا حتی شدید عکسالعملونه (allergic reactions) ورته رامنځته کړي.
سپارښتنه:
نخود یو مغذي، ارزانه او روغتیاپاله خوراک دی؛ خو د ډېر خوراک پر ځای یې اعتدال غوره دی. هڅه وکړئ چې په ښه پخه شوي، پروسس شوې بڼه يې وکاروئ او له خوړو سره يې معايت خوړل هم هېر نه کړئ، څو مو د معدې هاضمه او عمومي روغتیا له ګټې برخمنه شي. که ځانګړې روغتیايي ستونزه لرئ، د متخصص سلا حتمي ده.