د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په کونړ او هلمند ولایتونو کې ‘لرې پرتو سیمو ته د تګ راتګ په موخه’ واکسیناتورانو ته ۴۵ موټرسایکلونه ورکړل شوي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دغو موټرسایکلونو کې ۱۵ د یونیسف او ۳۰ نور د افغان روغتیايي او پرمختیايي خدمتونو موسسې له لوري د یادو ولایتونو د روغتیا ریاستونو ته سپارل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “له دغو موټرسایکلونو به په لرې پرتو سیمو کې د واکسیناسیون ټیمونو او روغتیایي کارکوونکو د تګ راتګ اسانتیا لپاره ترې کار اخیستل کېږي.”
سرچینې لیکلي چې د یادو موټرسایکلونو د سپارلو په مراسمو کې د کونړ د عامې روغتیا رییس، قاري مظفر خان مخلص له ټولو واکسیناتورانو غوښتي چې له دغو وسایطو څخه په ښه توګه ساتنه وکړي. عامې روغتیا وزارت دا هم ویلي چې د دغو موټرسایکلونو د سپارلو په مراسمو کې له واکسیناتورانو ژمنه اخیستل شوې چې له دې وسایطو څخه به یوازې روغتیا برخه کې کار اخلي او په ښه توګه به یې ساتنه کوي.