ډېر لوستل شوي

بلخ کې د تشناب کاغذ په جوړولو کې له دیني او تعلیمي کتابونو د استفادې مخه نيول شوې

د بلخ ولایت د امر بالمعروف او نهی عن‌‌‌‌المنکر ریاست محتسبینو هغه تولیدي کارخونې تر څار لاندې راوستې، چې د تشناب کاغذ د جوړولو په پروسس کې له زړو دیني او تعلیمي کتابونو استفاده کوله.

د ياد رياست رييس شیخ عبیدالله حقاني ویلي، چې دا عمل د مقدساتو سپکاوی او یو غیرشرعي کړنه ده.

ښاغلي حقاني زياته کړې، چې د یادو کارخونو مسوولین احضار شوي او ترې ژمنه اخیستل شوې چې له دې وروسته به ورته کړنې نه تکراروي. چارواکي وایي، د اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب لپاره به څارنه نوره هم پراخه شي.

اړوند خبرونه