د اسلامي امارت د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني ویلي، چې په ۱۵ ولایتونو کې د کډوالو لپاره د نوي ښارګوټو جوړولو چارې پيل شوي دي.
د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګارم کې د اميد راډيو خبريال د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال محمد ارسلا خروټي له قوله ويلي، چې په هېواد کې د څه باندې ۳۸۰۰ ښارونو څارنه شوې او د ښاري تخلفاتو مخنیوی شوی دی.
ښاغلي خروټي زياته کړې، چې په تېر یوه کال کې د هغو اجباري راستنو شویو کډوالو لپاره چې له بهره هېواد ته ستانه شوي، په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ نوي ښارګوټي جوړ شوي دي.
چارواکي وایي، د دغو ښارګوټو جوړول د بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو د سرپناه اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.