د عامې روغتیا وزارت له تاجیکستانه راستنو شويو افغان کډوالو ته د روغتیایي خدمتونو د برابرولو په موخه، د کندز ولایت په شېر خان بندر کې د یو ګرځنده روغتيايي کمپ له جوړېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کمپ د کندز د عامې روغتیا ریاست له لوري، د یاد ولایت د کډوالو چارو ریاست په همغږۍ د شیرخان بندر په سیمه کې فعال شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې، یاد کمپ به تازه راستانه شويو کډوالو ته د لومړنیو طبي معایناتو، درملنې او روغتیایي مشورو زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تاجکستانه هم د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ پيل شوې او اسلامي امارت هم د کندز په شېرخان بندر کې د راتلونکو لپاره بشپړ چمتووالی نيولی دی.