په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د کوربه هېواد لپاره د روسیې له سفیر سرګي ایوانویچ سره لیدنه کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضيا احمد تکل ويلي، چې ښاغلي حقاني د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې له امله د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا غوښتنه هم کړې ده. دغه راز د روسیې سفیر له افغانستانه د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی او تمه يې ښودلې، چې نړیواله ټولنه له کابل سره تعامل ته دوام ورکړي او دغه بهیر لا پیاوړی شي.