د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د فراه ولايت د اناردرې ولسوالۍ په بجوک او کلاته علم خان کليو کې د څه باندې ۱۵ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د جوړولو د چارو له پيل خبر ورکړی دی.
ياده وزارت وايي، په دغو شبکو کې د ۵۰ او ۲۰ متره مکعب په وړتياوو د پاکو اوبو دوو زيرمو جوړول، د ۸۳ سولر تختو نښلول او د ۲۱ زره او ۷۹۲ متره په اوږدوالي پايپ غځول شامل دي.
ويلکېږي، د يادو شبکو د چارو په ترڅ کې به لسګونه تنه کارګرو ته د کار زمينه برابره او په بشپړېدو سره به يې نوموړيو کليو ۸۵۲ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
د ويلو ده، چې د ياد وزارت له لوري په دې وروستيو کې د هېواد په لريو پرتو سيمو کې د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي په موخه ګڼې پروژې پيل او د ځينو پروژو چارې بشپړې شوې دي.