د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ته د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې له ۱۴مې تر ۳۱مې پورې د سفر د بندیز معافیت تصویب کړی دی.
د معلوماتو له مخې، ښاغلی حنفي به په دې موده کې د درملنې په موخه له هېواده بهر سفر وکړي. یاده دې وي، چې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال په جولای میاشت کې هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د اسلامي امارت د کابینې غړي ملا خیرالله خیرخواه ته د روسیې پلازمېنې مسکو ته د سفر معافیت ورکړی و.