ډېر لوستل شوي

دوکتور محمد نعیم د «یونیسف» له استازو سره پر کډوالو، روغتیا او ښوونې اړوندو مسایلو غږېدلی

د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال، دوکتور محمد نعیم د یونیسف له مرستیال اجرائیوي رییس، ټیډچیبان او یو شمېر نورو استازو سره کتلي، او د ماشومانو پر حقونو، پولیو ضد کمپاین، راستانه شویو کډوالو، د روغتيا تعلیم او يو لړ نورو بشري او ټولنیزو موضوعاتو بحث شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس، حافظ ضیا‌ءاحمد ویلي چې په دې کتنه کې دوکتور محمد نعیم د اسلامي امارت له لوري د ماشومانو د روغتیا، تعلیم د کډوالو لپاره د اسانتیاوو او بشري خدمتونو د برابرولو ډاډ څرګند کړی دی.
په اعلامیه کې د دوکتور محمد نعیم له قوله ویل شوي: “نړيواله ټولنه او اړوند سازمانونه هم بايد خپل مسؤليت ادا او خپلو مرستو ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه له ايران څخه راستنيدونکو افغان مهاجرينو سره د عاجلو او اوږدمهاله سهولتونو په برابرولو کې جدي هڅې وکړي.”
د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال همداراز د افغان ولس د کنګل‌شوې شتمنۍ پر ازادېدو هم ټینګار کړی او په وینا یې چې په دې اړه باید اړوند لوري خپل مسوولیت ادا کړي.
بلخوا په دې کتنه کې د یونیسف استازو د اسلامي امارت د هڅو او همکاریو د ستاینې تر څنګ د تعلیم، استوگنې، کرنې او اړوند نورو برخو کې د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه