ډېر لوستل شوي

“د روسیې له لوري د ا.ا له رسمیت پېژندلو وروسته د افغانستان او تاتارستان اړیکې پراخې شَوې”

د ا.ا ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان د لومړي وزیر له مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره کتلي دي.  

په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي چې تاتارستان په افغانستان کې د سړکونو، تونلونو، اوبو رسولو شبکو، بندونو او کورونو جوړولو، کیمیاوي صنعت او همداراز له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو انتقال په پروژه کې پانګونه کولای شي.  

د اقتصادي مرستیال په وینا: “اسلامي امارت په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې او له خپل لوري د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي.”

د اقتصادي معاونیت په اعلامیه کې همداراز د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال له قوله ویل شوي چې د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې سره د تاتارستان او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د تعامل لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.  د نوموړي په وینا چې دوی له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او پانګونې ته لېوالتیا لري.

اړوند خبرونه