د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت وایي، په کابل کې یې ۱۵ ټنه تاریخ تېره درمل راټول کړي دي.
د یاد معینیت د څارنې او ارزونې امر همایون مایار وایي، د ګرځنده ټيمونو او د درمل پلورونکو په همکارۍ ۸۵۸ قلمه درمل راټول شوي او ډېر ژر به له منځه يووړل شي.
چارواکي وايي، د هېوادوالو د روغتيا خوندي ساتنې په موخه هڅه کوي چې له بازارونو ټول غیر معیاري او تاریخ تېره درمل راټول او له منځه يې يوسي.
ياد وزارت تر دې وړاندې هم په مرکز سربېره، ولايتونو او ليرې پرتو سيمو کې د غيرمعياري او تاريخ تېره درملو په وړاندې مبارزه کړې او مسوولين ډاډ ورکوي چې دا هڅې به دايمي ساتي.