د افریقايي هېواد په ګېنا کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط له امله د دغه هېواد د دفاع او چاپېریال وزیرانو په ګډون، لږ تر لږه ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ګېنا چارواکو په وینا، دا پېښه د دې هېواد په جنوبي برخه کې رامنځته شوې، چې پکې دفاع وزير ادوارد اومان بواما، د چاپېریال، علومو او ټکنالوژۍ وزیر ابراهیم مورتالا محمد، درې نور لوړپوړو چارواکو او د هوایي ځواکونو درې تنو عملې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پېښې لامل تر اوسه روښانه نهدی، خو چارواکي وايي چې پلټنې روانې دي.