د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاکټر محمد نعیم د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) د عمومي مشرې د دفتر له رئیس محمد عبديکر سره کتلي دي.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئيس حافظ ضياء احمد تکل ويلي، په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغان کډوالو د جبري ایستنې، د کورنیو بېځایه کېدو او د بشردوستانه همکاریو د پراختیا په اړه مفصل بحث کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کډوالي د بشري حقونو یوه جدي موضوع بللې او ټینګار یې کړی، چې باید افغان کډوالو ته د باعزته راستنېدنې مناسب شرایط برابر شي.
په ورته مهال، محمد عبديکر د اسلامي امارت لاسته راوړنې؛ «سراسري امنیت، د نشهيي توکو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه، د اقتصادي زیربناوو پیاوړتیا او له راستنېدونکو کډوالو سره مسوولانه چلند» ستايلی دی.
نوموړي له راستنېدونکو کډوالو سره مرسته یو ګډ بشري مسوولیت بللی او ژمنه یې کړې چې IOM به له اړوندو افغان بنسټونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.