ډېر لوستل شوي

د امریکا د فولادو کارخونه کې چاودنه؛ ۲ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي

د امریکا د پنسلوانیا ایالت د پیتسبورګ ښار ته څېرمه نن سهار د فولادو د تولید په يوې کارخونې کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، وژل شوي او ټپیان ټول د کارخونې کارکوونکي دي.

په خپرو شويو انځورونو کې دغه چاودنه زوروره ښکارې او د کارخونې تأسیساتو ته یې هم مالي زیانونه اړولي دي. د يادې کارخونې د تولیدي برخې مشر سکاټ بوکیسو ویلي چې د چاودنې د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي او تر اوسه یې کره علت نه دی معلوم.

اړوند خبرونه