عامې روغتیا وزارت په بامیان او هرات ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو د نظارت خبر ورکړی.
د وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا نظارت د یادو ولایتونو د څارنې او پلټنې آمریتونو له لوري شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې په هرات ولایت کې ۲۴ قلمه او په بامیان کې ۱۴۱ «تاریختېر» او بېکیفیته درمل راټول شوي دي.
عامې روغتیا وزارت همدرازا لیکلي چې په بامیان ولایت کې د خوراکي توکو له پلورنځیو د نظارت په پایله کې ۲۹۶ قلمه بېکیفیته خوراکي توکي هم راټول او د له منځهوړلو په موخه مرکزي ګدام ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې روغتیايي مسوولینو د خوراکي توکو او درملو له ټولو پلورونکو غوښتي چې روغتیايي معیارونو ته بشپړه پاملرنه وکړي. د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې له روغتیایي مرکزونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو د نظارت پرمهال زرګونه قلمه «تاریختېره» درمل او بېکیفیته خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي وو.