ډېر لوستل شوي

د جاپان سفیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس سره د مخه‌ښې لیدنه کړې 

افغانستان کې د جاپان سفیر «تاکایوشي کورومییا» د خپلې دندې د پایته رسېدو په درشل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس، مولوي مطیع‌الحق خالص سره کتلي او پر بېلابېلو مسایلو یې بحث او خبرې کړې دي. 

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې د جاپان سفیر ډاډ څرګند کړی چې هېواد به یې له افغانستان سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي د امنیت ټینګښت، سولې راوستو، د نشه‌يي توکو د کر او قاچاق د مخنیوي او اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې دي. 

په افغانستان کې د جاپان پخواني سفیر ژمنه کړې چې د دې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره به په نږدې راتلونکي کې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي، څو په چاپېریالي چارو کې د افغانستان تخنیکي وړتیاوې نوري هم پیاوړې شي.

بلخوا مولوي مطیع‌الحق خالص د جاپان له سفیر څخه غوښتي چې په (COP-30) نړیوال کنفرانس کې دې د افغان پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي، چې نړیوالو ته خپلې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون ستونزې ورسوي.  نوموړي همدارنګه غوښتنه کړې چې په جاپان کې د چاپېریالي مسایلو په اړه جوړېدونکو غونډو او کنفرانسونو ته دې افغان پلاوي هم ور وبلل شي.

اړوند خبرونه