د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين لېوېت نن ويلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د الاسکا له سفره د واشنګټن پر لور د ستنېدو پر مهال د اوکراين له ولسمشر ولوديمير زلنسکي سره اوږدې ټيلفوني خبرې کړې دي.
لېوېت د ټرمپ په ځانګړې الوتکه کې خبريالانو ته زياته کړې، چې د امريکا ولسمشر د ناټو له مشرانو سره هم خبرې کړې دي.
له دې سره سم، د اوکراين ولسمشر زلنسکي خبر ورکړی، چې دی به د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ شي څو د «جګړې او وژنو د پای ته رسولو» په اړه له امريکايي چارواکو سره خبرې وکړي. دا په داسې مهال ده، چې تېره ورځ د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په الاسکا کې د اوکراين د جګړې درولو په موضوع د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرې کړې دي.