په اسپانيا کې ۱۴ ځايه اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله يې تر دې مهاله ۷ تنه مړه شوي او پراخ مالي زيانونه يې اړولي دي.
رويټرز د ياد هېواد د چارواکو په حواله ويلي، چې د دې اورونو شدت د اسپانيا په ګاليسيا، کستيا او ليون کې ډېر شوی دی.
دغو چارواکو خبرداری ورکړی چې د اور د قابو کولو لپاره ورته هيڅ شرايط نه دي برابر شوي. د راپورونو له مخې، سږ کال تر دې مهاله تر ۱۵۷ زره هيکټاره ډېر ځنګلونه سوځېدلي دي.