د ا.ا بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ په شپږمه ناسته کې د تېرو ناستو پر پرېکړو د بیاکتنې ترڅنگ د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينگار شوی دی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې ناسته کې د ا.ا بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي دا درې اړخيز ميکانيزم د همکاريو د لا پراختيا پر لارو چارو د عملي او متمرکزو بحثونو لپاره غوره فرصت بللی دی.
د مولوي امیرخان متقي په وینا چې درې واړه هیوادونه په اقتصادي برخه کې د پام وړ ظرفیتونه لري چې باید په ښه ډول ترې استفاده وشي او اقتصادي موضوعات له نورو مسايلو سره ونه تړل شي.
همداراز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاريو زياتوالی ستایلی او هيله يې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به لا زيات پرمختگونه ولري.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې بلخوا د چين د بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې مخ پر وده بللې او په وینا یې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ په گڼو برخو کې پراخې شوې دي.
ښاغلي وانگ يي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفيرانو کچې ته د ديپلوماتيکو استازوليو لوړول ښه پرمختگ بللی دی.