د عامي روغتيا وزارت په کابل کې د قطر له يوې خيريه مؤسسې سره تړون لاسليک کړ، چې له مخې به په کندهار کې ۴۰۰ بستريز روغتون جوړ کړي.
په دې مراسمو کې د اميد راډيو خبريال د ياد وزارت وزير له قوله ليکلي، چې دا روغتون به د قطر هېواد په مالي ملاتړ د دوو کلونو او شپږ مياشتو په لړ کې جوړ شي.
د عامې روغتيا وزير زياته کړې، چې د دې روغتون په بشپړېدو سره به د کندهار ولایت او د جنوبي ولایتونو د خلکو روغتیایي اړتیاوې په ښه توګه پوره شي. په افغانستان کې د قطر سفير «مورتی علی قوشتي» هم دغه راز څرګنده کړې، چې د دې روغتون د جوړولو له لارې به یوازې د کندهار ښار نه، بلکې د افغانستان د جنوبي سیمو د خلکو د روغتيايي ستونزو حل ته رسېدنه وشي.