ډېر لوستل شوي

د راستنو شويو افغان کډوالو لپاره تازه خدمتونه وړاندې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء يو ورځنی تازه راپور ښيي چې د هېواد له بېلابېلو لارو له لارې راستنو شويو افغان کډوالو ته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، ټولټال ۹۱۹ کورنۍ چې ۵۶۷۵ تنه دي، ثبت شوي او ۴۶۳ کورنۍ (۲۵۱۹ تنه) په خوندي توګه لېږدول شوي دي.

راپور کې راغلي، د مالي ملاتړ له لارې له ۹۰۴ کورنیو سره مرسته شوې ده.

همدارنګه، کډوالو ته د روغتيا، عامه پوهاوي او لنډمهاله مېشتېدنې اړوند خدمتونو ترڅنګ، ۷۶۹ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي. دا اقدامات د هرات، نیمروز، کندهار، ننګرهار او کابل په شمول بېلابېلو ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو د اسانتیا لپاره ترسره شوي دي.

اړوند خبرونه