ډېر لوستل شوي

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۰ کلنه دښمني پایته رسېدلې

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د خوست په «علیشیرو او تریزیو» ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني پایته رسول شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي وو.  

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا مرګونې شخړه د یادې ولسوالۍ په «قدمو» سیمه د «محب‌الدین» او «حاجي نسیم» کورنیو ترمنځ ۲۰ کلونه پخوا شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې چې د دې شخړې د حل په مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس، میا محمد ولي صدیقي دا اقدام ستایلی او د اسلامي اخوت، ملي یووالي او ورورولۍ پر ارزښت یې ټینګار کړی دی. 

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي چې د خپلمنځي شخړو حل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او په همدې موخه د سیمه‌ییزو ادارو او د مرکز او ولسوالیو اتیا کسیزو کمیسیونونو د هڅو په پایله کې تر اوسه یوازې په خوست کې شاوخوا ۶۰ دښمنۍ پایته رسول شوې دي.  د ویلو ده چې تر دې مخکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ا.ا مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب لسګونه دا ډول شخړې حل شوې دي.

اړوند خبرونه