د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهيونيست رژيم د بریدونو ترڅنګ د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله درې نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، په دې جګړه ځپلې سیمه کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله د ۱۱۲ ماشومانو په ګډون د مړو شمېر ۲۶۹ ته رسېدلی.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې د حماس جهادي غورځنګ او اسرائيلو د شخړې له پیل راهیسې تر اوسه په غزه کې د شهيدان شویو فلسطینیانو شمېر له ۶۲ زرو اوښتی او له ۱۵۶ زرو زیات نور ټپیان شوي دي.
ويلکېږي، یوازې د تېرې یوې ورځې په ترڅ کې ۵۸ کسان شهيدان شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، له هغه راهیسې چې د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې د امریکا په ملاتړ د غزې د بشري مرستو بنسټ فعالیت پیل کړی، د مرستو د ترلاسه کولو په هڅو کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان شهيدان شوي دي. د يادونې وړ ده، چې صهيونيست رژيم په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهيسې خپلو ړندو بمباريو او بريدونو ته دوام ورکړی، چې له امله يې ګڼ شمېر بېګنا فلسطينيان شهيدان، معلول او يو شمېر له خپلو سيمو بېځایه شوي دي.