ډېر لوستل شوي

له بندخونو تر خپل هېواده؛ د پاکستان له زندانونو ۱۳۱ افغان کډوال راخوشې شوي

د کندهار ولایت د سپین بولدک د کډوالو د لېږد امریت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۱۳۱ تنه افغان کډوال خوشې او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت د ياد امريت په حواله ويلي، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې ورځې څخه تر شپږو ورځو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو.

مسوولین زیاتوي، خوشې شوي کسان د ثبت او د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي. دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې پاکستان او ايران د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ چټکه کړې او اسلامي امارت هم ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د هر اړخيزو چوپړتياوو ښه تابيه نيولې ده.

اړوند خبرونه