عدلیې وزارت د اسلامي امارت د مشرتابه هغه فرمان چې د حاجیانو د معلمینو قانون او د ودونو، خیښیو، مصیبتونو او د حج او عمرې له راستنېدو پر مهال د ناسمو دودونو د مخنیوي په تړاو ورکړل شوی و، په رسمي جریدې کې خپور کړی دی.
ياد وزارت وايي، په دې قانون کې د حاجیانو د معلمینو د تقرر شرایط، د سفر له پیل څخه تر پای پورې د هغوی دندې او مکلفیتونه شامل دي.
د قانون له مخې، معلمین مکلف دي چې د حاجیانو نظم وساتي، د بعثې ټولو مسوولینو سره همکاري وکړي، د مناسکو د ادا کولو څرنګوالی تشریح کړي او د شرعي خلاف عملونو په اړه پوهاوی ورکړي.
عدليې وزارت د دې فرمان موخه په افغانستان کې د ودونو، خیښیو، مصیبتونو او د حج او عمرې له راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو مخنیوی ښودلی دی.
عدلیې وزارت هېوادوالو ته خبر ورکړی، چې د رسمي جریدې دغه ګڼه د چاپي بڼې له لارې د وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او یا په برېښنايي توګه د ویبپاڼې له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. ياد وزارت دغه راز ټينګار کړی، چې د دې قانون د چاپ او خپرولو حق یوازې له عدلیې وزارت سره خوندي او غیر قانوني چاپ یې منع دی.