د افغانستان سرې مياشتې ټولنې د ترکيې له سرې مياشتې ټولنې سره په ګډه د کابل «مرستون» په مرکزي دوبيخانه او په بيار رغول شويو اپارتمانونو کې د لمريزې برېښنا سيستم پرانيستل شو.
د اميد راډيو خبريال د افغانستان سرې میاشتې ټولنې د رییس شیخ شهابالدین دلاور په حواله ويلي، ترکیه یوازې له افغانستان سره په معیشتي برخو کې نه، بلکې په تعلیمي، تحصیلي او صحي برخو کې هم مرستې کړې دي.
دغه راز په کابل کې د ترکیې سفیر جينګ اونال له افغانانو سره په خپلو همکاريو ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې نږدې راتلونکي کې به د پټلۍ له لارې ۲۱ محمولې خوارکي توکي افغانستان راولېږي.
د يادونې وړ ده، دغه نوی سيستم ۱۱۲ سولر تختې چې هره یوه د ۶۰۰ واټه ظرفیت لري، په ټولیز ډول ۵۱ کیلوواته برېښنا تولیدوي، د یتیمانو او بېوزلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به وکارول شي.

