ډېر لوستل شوي

يوه ورځ کې شاوخوا یوولس زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د تېرې ورځې راپور له مخې، د هېواد له بېلابېلو لارو شاوخوا ۱۰۵۳۴ تنه افغان کډوال په جبري توګه راستانه او اړین خدمتونه هم ورته وړاندې شوي دي.

د راپور پر بنسټ، یوازې د اسلام‌کلا له لارې ۶۰۰ کورنۍ چې ۳۳۵۲ تنه غړي لري، هېواد ته داخلې او ثبت شوي دي. د دغو کورنیو له جملې سره د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نږدې ۴.۳ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.

په ورته مهال، د نیمروز د ورېښمو له لارې ۱۴۸ کورنۍ او ۱۶۰۴ تنه مسافر راستانه شوي دي. د هغوی له ډلې ۲۶ کورنۍ نورو ولایتونو ته لېږدول شوي او له هغوی سره د کرایې او نغدو مرستو په ډول نږدې ۱.۲ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.

د کندهار د سپین بولدک له لارې هم ۱۸۵ کورنۍ چې ۸۸۰ تنه غړي لري، ثبت شوي او له ۱۱۵ کورنیو سره د کرایې او نغدو مرستو په توګه شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.

همداراز، د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۱۶۸ کورنۍ چې ۵۵۵۰ تنه غړي لري، هېواد ته داخلې شوې او له هغوی سره د کرایې او نغدو مرستو په ډول نږدې ۱۰.۸ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.

د راپور له مخې، د هلمند په بهرامچه کې هم ۲ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې چې د هغوی لپاره د لېږد او مالي مرستې په ډول ۷۴ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

له کابل څخه بیا ۳۹۴ کورنۍ چې ۱۹۵۶ تنه غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د کرایې په توګه له هغوی سره ۱.۵ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده. د راپور له مخې، په ټوليزه کچه له يادو لارو ۲۰۷۶ کورنۍ چې ۱۰۵۳۴ تنه غړي لري، ثبت شوي، له ۱۵۵۱ کورنیو چې ۸۴۶۰ تنه غړي لري، خپلو سيمو ته لېږل شوي، له ۱۷۷۴ کورنیو سره مالي مرسته شوې او ټولو کډوالو ته ۳۳۲۰ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

اړوند خبرونه