ډېر لوستل شوي

د افغانستان او قطر د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحث شوی

په ترکیه کې د اسلامي امارت سفیر شیخ سنیع‌الله فرهمند، د ياد هېواد لپاره د قطر سفارت له چارسمبالي دوکتور نایف بن جاسم محمد العبدالجبار سره کتلي دي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

یادو چارواکو دغه‌راز د سیمې پر یو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو هم اندونه تبادله کړي.

یاده دې شي چې دوحه ـ کابل اوسمهال غوره سیاسي او ډيپلوماټيکې اړیکې لري.

اړوند خبرونه