ډېر لوستل شوي

د ترکمنستان د ولسمشر مرستیال په کونړ کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستو ژمنه کړې

د بهرنيو چارو وزارت وايي، په عشق‌اباد کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال «نوکرقلي اتاقلي‌اف» سره ليدلي دي.

ياد وزارت په خپره کړې خبرپانه کې ويلي، په دې کتنه کې ښاغلي اتاقلي‌اف د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو په اړه د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او ډاډ یې ورکړ، چې د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه به اړمنو کورنیو ته لومړنۍ مرستې ډېر ژر ورسوي.

ښاغلي محمد صابر د کوربه هېواد له خواخوږۍ مننه کړې او د زلزلې د زيانونو په تړاو یې معلومات شریک کړي دي.

وزارت زياته کړې، په دې کتنه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سربېره د افغانستان د چارو مسوول «همراه توغالاک‌اف» او په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف هم په آنلاین بڼه ګډون درلود.

اړوند خبرونه