د افغانستان ځوانانو د ټولنې (AYSO) ويلي، چې په کونړ کې يې د ځمکې ښوېدنې له امله د دوی د طبي او ژغورنې ټيم څو غړي ټپيان شوي دي.
يادې ټولنې پر خپلې ټولنيزې پاڼې ليکلي، چې دوی ياد ټيم کونړ ته د لزلزلې له لومړۍ ورځې سيمې ته لېږلی او لا هم هلته د زلزلهځپلو ته په مرسته کولو بوخت دي.
د« AYSO» مشرتابه د ټپیانو په اړه د ژورې خواخوږۍ ترڅنګ ویلي، چې دوی د خپلو زړورو او میړنیو ژغورونکو د بشپړې روغتیا هیله لري او ځان د هېوادوالو او خپلو همکارانو په وړاندې مسوول ګڼي.
دا په داسې مهال ده، چې په کونړ کې د زلزلې له لومړۍ ورځې راپدې خوا د اسلامي امارت د ځواکونو او ادارو په ګډون ګڼو کورنيو او بهرنيو مرستندويه ټولنو سيمې ته ځانونه رسولي او په مرسته کولو بوخت دي.

