ډېر لوستل شوي

يوناما: له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې اوتنبایوا د وروستۍ زلزلې د قربانیانو په تړاو خپله خواشیني څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. هغې د اسلامي امارت د همکاريو ستاینه کړې او زیاته کړي يې ده، چې د افغانستان د هڅو په اړه نړیوال قانع شوي دي.

ښاغلي عبدالکبير د یوناما د هڅو قدرداني او زلزله‌ځپلو ته د مرستو لپاره د اسلامي امارت د ځانګړو کمېټو ټاکلو څرګندونه کړې ده. وزير ټینګار کړی چې نړیوال بنسټونه دې خپلې مرستې د حکومت په همغږۍ ووېشي. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ناستې په پای کې دواړو لوریو د دايمي همکارۍ پر اړتیا ټینګار هم کړی دی.

اړوند خبرونه