ډېر لوستل شوي

مولوي اميرخان متقي: افغانستان اوس د سیمې لپاره د نښلون په مهم مرکز بدل شوی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وایي، د برېښنا شرکت هڅې د ستاینې وړ دي او اسلامي امارت د متوازن سیاست پر بنسټ د سیمې، نړۍ او ټولو هېوادونو سره د ښې اړیکو غوښتونکی دی.

د اميد راډيو خبريال د «برېښنا د ثبات او پرمختګ په دوه ورځني نړيوال کنفرانس» کې د ښاغلي متقي په حواله ويلي، د بهرنیو پانګوالو پانګونه د افغانستان د راتلونکي لپاره ښه زېری دی.

متقي همدارنګه زياته کړې، چې په افغانستان کې د ټاپي، کاسا–۱۰۰۰ او نورو لویو پروژو عملي چارې روانې دي چې دا په ښکاره ډول ښيي، افغانستان اوس د سیمې لپاره د نښلون په مهم مرکز بدل شوی دی.

اړوند خبرونه