له الجزیرې خبري شبکې سره د استخباراتو لوی رییس مولوي عبدالحق وثیق په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې افغانستان له لسیزو وروسته د مرکزي حکومت څښتن شوی او ټول ولس یې تر شا ولاړ دی.
ښاغلي وثیق دې مرکه کې وړاندې ویلي چې جګړهغوښتونکي د جګړې کوم موجه او شرعي منطق نه لري. نوموړي همداشان زیاته چې ولس او نظام د.هغو ډلو پر نیتونو ښه پوهیږي چې د افغانستان شته امنیت له منځه وړي.
د استخباراتو لوی رییس بهر کې مېشتو جګړهغوښتونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: (( ټول هغه کسان چې د دې نظام په مخالفت کې واقع دي، هغوی دې د اسلامي امارت د عمومي عفوې له ستر فرصت څخه استفاده وکړي او ځانونه دې د پردیو په اجاره په نیابتي جګړمارانو بدل نه کړي.)) یاده دې شي چې افغان حکومت تل بهرمېشتو افغانانو ته هېواد ته د راتلو بلنه ورکړې او د دوی د سر او مال د ساتنې ژمنه یې کړې ده.