ډېر لوستل شوي

عمران خان: د سولې لپاره د محمود خان اڅکزي په مشرۍ پلاوی دې افغانستان ته ولېږل شي

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان د دې هېواد د نااراميو د زياتېدو په غبرګون کې د حکومت پر تګلارو نيوکه کړې او غوښتې دي، چې د سولې لپاره د محمود خان اڅکزي په مشرۍ يو پلاوی افغانستان ته واستول شي.

خان ټينګار کړی، چې سولې ته د پاکستان رسېدل يوازې د درې اړخیزو (د پاکستان د قبايلي سيمو د خلکو، افغانانو او د افغان حکومت) په ګډون د خبرو له لارې شوني دي. نوموړي دغه راز ټينګار کړی چې ټولې پوځي هڅې بې‌پایلې دي.

د عمران خان په وينا، د پاکستان پوځ په ځانګړې توګه د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منير هڅه کوي افغانستان جګړې ته وهڅوي. نوموړي يادونه کړې چې لومړی د افغانستان حکومت ته ګواښونه وشول، وروسته د افغان کډوالو جبري ايستل پيل شول، بیا پر افغان خاوره بریدونه ترسره شول او اوس د «ترهګرو د شتون» په پلمه پوځي عمليات په قبایلي سيمو کې پيل شوي دي. هغه ټینګار کړی، چې پاکستان دايمي سولې ته يوازې د خبرو او مذاکراتو له لارې رسېدلای شي. عمران خان چې اوسمهال په زندان کې دی، پر حکومت تور پورې کړی چې د ده د ګوند (تحريک انصاف) د بدنامولو لپاره قصدي هڅې کوي.

اړوند خبرونه