د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اتانبایوا سره د «مخې ښې» لیدنه کړې ده.
ياد مقام ويلي، په دې ناسته کې اتانبایوا د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو له کبله خواخوږي او همدردي څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده، چې په زلزله ځپلو سیمو کې يې د ملګرو ملتونو له لوري د مرستو رسولو بهیر څارلی دی.
نوموړې د اسلامي امارت له لوري پر وخت مدیریت او د بېړنیو مرستو رسولو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړ، چې ملګري ملتونه به د روغتیا، طبیعي پېښو او نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
اغلې اتانبایوا له اسلامي امارت غوښتي، چې د دغه سازمان د نویو دفترونو د قراردادونو په نوي کولو کې همکاري وکړي.
ملا عبدالواسع د اغلې اتانبایوا د ماموریت قدرداني کړې او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت د خلکو د ستونزو د پر وخت حل لپاره هڅې کوي. هغه له زلزله ځپلو سره د دوستو هېوادونو، خیریه بنسټونو، سوداګرو او هېوادوالو د مرستو مننه کړې او زیاته یې کړه، چې ستونزې د تفاهم له لارې حل کېدای شي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وړاندیزونه به د اسلامي امارت له رهبري سره شریک کړي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه راز په دې ناسته کې ډاکټر ملا عبدالواسع له اغلې روزا اتانبایوا غوښتي، چې ځایناستی یې د خپل ماموریت د بریا لپاره هڅې روانې وساتي او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت به هم ورسره د خپل توان تر کچې همکاري کوي.