ډېر لوستل شوي

بګرام پوځي اډه کې اوس د ملي دفاع وزارت ۲۲۱ شهید افتاب فرقه او د هوایي ځواک یوه برخه فعاله ده

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ویلي چې دوی د بګرام اډې د بیا ترلاسه‌کولو هڅې کوي، چې د ټرمپ دا څرګندونې د اسلامي امارت د ځینو چارواکو له غبرګونونو سره مخ شوې دي. 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په برېټانیا کې د خبرو پر مهال د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو خبره کړې او دا لمړی ځل نه دی چې ټرمپ د بګرام په اړه خبرې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم څو ځله ددغې پوځي اډې په تړاو څرګندونې کړي.

خو د اسلامي امارت مسوولین وايي چې له بګرام څخه اوس د اشغال، استعمار او شکنجې ټغر ټول شوی او نه یې اوس نړیوال د یوې ستراتیژیکې نقطې په توګه استعمالولی شي، بلکې اوس پکې مېشت سرتیري هر سهار د خپلو نظامي حرکتونو په مټ د پیاوړي عزم ننداره وړاندې کوي.

څه موده مخکې د وسله‌وال پوځ لوی درستیز، قاري محمد فصیح الدین فطرت ویلي وو: “د اوس لپاره په بګرام اډه کې زموږ د ۲۲۱ شهید افتاب فرقه ده او د هوايي ځواکونه یوه برخه هم پکې فعاله.”

د بګرام په اړه د ټرمپ د مخکنیو څرګندونو په ځواب کې د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد هم له امید راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې اسلامي امارت هیچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د  افغانستان په خاوره کې حضور ولري او په وینا یې د چین په شمول هیڅ هېواد په افغانستان کې نظامي حضور نه لري.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د تازه څرګندونو په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس، ذاکر جلالي ویلي چې د امریکا ولسمشر پر بګرام د معاملې خبره کړې، ډونالد ټرمپ تر سياست هاخوا بريالی تاجر او معامله‌کوونکی دی او د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو يادونه هم د يوې معاملې له لارې کوي.

نوموړي په اېکس‌پاڼه لیکلي: “پوځي حضور افغانانو په تاریخ کی نه دی منلی او دا احتمال د دوحې د خبرو او هوکړې پرمهال هم په بشپړ ډول رد شوی، خو نور تعامل ته دروازې پرانيستې دي.” د ویلو ده چې د اسلامي امارت له شل کلنې مبارزې وروسته له دې ځایه د جګړې او اشغال ټغر ټول او امریکا او ناټو د ۲۰۲۱ م کال د جولای په درېیمه په یوه توره شپه له بګرام هوايي اډې پښې سپکې کړې.

اړوند خبرونه