ډېر لوستل شوي

زلمي خلیل‌زاد د افغانستان او امریکا اړیکو کې د خنډونو پر ژر لېرې کولو ټینګار کړی

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تازه څرګندونو کې پر دې ټینګار کړی چې د افغانستان او امریکا ترمنځ باید شته خنډونه ډېر ژر لېرې شي.

خلیل‌زاد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خنډ د بندیانو موضوع بللې او ویلي یې دي، چې کابل او واشنګټن د اړیکو له پیاوړتیا او د خنډونو له منځه وړلو ګټه پورته کولی شي.

خلیل‌زاد د دواړو هېوادونو اړیکې اړينې بللې او زیاتوي: “د امریکا لپاره یو مهم او څرګند اړخ له ترهګرۍ سره مبارزه ده؛ خو افغانان بیا د خپلو ځانګړو دلیلونو له مخې د غوره اړیکو په لټه کې دي، چې په هغو کې له ګاونډیانو سره د شته ګواښونو او ننګونو یادونه شوې ده. ” په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي ویلي، امریکا کولای شي پرته له دې چې په افغانستان کې پوځي حضور ولري، په سیاسي او اقتصادي برخو کې له کابل سره اړیکې ولري.

اړوند خبرونه