د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د روژې میاشتې په رارسېدو د نړۍ ټولو مسلمانو او په ځانګړې ډول افغان ولس ته مبارکي ویلې ده.
په خبرپاڼه کې وړاندې پر ټولو سوداګرو، شتمنو او وس لرونکو هیوادوالو غږ شوی چې د غریبو او بېوسو هیوادوالو لاسنیوی وکړي. خبرپاڼه زیاتوي: ((دا چې رمضان المبارک د خواخوږۍ او صله رحمۍ پیغام لري او په روژه نیولو سره موړ انسان د وږي له حاله خبریږي، بناء له ټولو هیوادوالو هیله لرم، هغه که حکومتي مسؤلین یا عام توانمند هیوادوال او پانګه وال دي، د بې وسه او فقیرو مسلمانانو مرسته دي وکړي.))
وړاندې ویل شوي چې شتمن هیوادوال باید په دې مبارکه میاشت کې په طبیعي پېښو کې د زیانمنوشویو، راشړل شویو هیوادوالو، د شهیدانو کورنیو او یتیمانو لاسنیوی وکړي.
د خبرپاڼې په لړ کې ویل شوي: ډېر ځله داسې پېښیږي چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د یو شمېر فرصت طلبه خلکو لخوا په بازارونو کې د خوراکي او ضرورت وړ توکو نرخونه ناڅاپي لوړېږي، څرنګه چې رمضان المبارک د لورئینې او ترحم میاشت ده، نو تجاران او پلورونکي باید نرخونه د امکان تر حده را ټیټ کړي، ترڅو د بې وسه هیوادوالو مرسته وشي.
رئیس الوزرا په خپل پیغام کې په غزه کې روان حالت غمیزه بللې او د روان وحشت سمدستي درېدل یې وغوښتل. وړاندې ویل شوي: ((سږ کال د روژې میاشت په داسې حال کې راځي، چې د اسلامي نړۍ په یوه نه بیلېدونکې برخه فلسطین په خاص ډول غزه کې پر بې وسه مسلمانانو د صهیونیستي یرغلګرو لخوا سخت ظلم او وحشت روان دی او نړۍ يې په رڼو سترګو ننداره کوي. موږ یو ځل بیا پر ټول بشریت خصوصاً نړیوالو سازمانونو او اسلامي هیوادونو غږ کوو چې د دغه روان ظلم او وحشت په پای ته رسولو کې خپل مسؤليت ادا او د غزې د مظلومو مسلمانانو عاجل لاسنيوي او ملاتړ ته راوړاندې شي.))
په دغه خبرپاڼه کې د غزې روان حالت د بشریت پر تندي تور داغ بلل شوی او هغوی غندل شوي چې دغو ظلمونو ته یې لاره هواره کړې ده.
د ویلو ده، چې د افغانستان سترې محکمې بېګاه ناوخته اعلان وکړ چې نن (دوشنبه، کب ۲۱مه) به په ټول هیواد کې د روژې لومړۍ ورځ وي.