افغاني سرې میاشتې خبر ورکړی چې دې ټولنې په غزني ولایت کې له ۱۰۰ راستنو شویو کورنیو سره ۸۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
د سرې میاشتې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا مرسته نن (شنبې) د دې ټولنې سوېل ختیځ سیمهییز زون د رییس، مولوي سید منهاج الدین هاشمي، د اړوندې څانګې د کارکوونکو او رسنیو په شتون کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸ زره ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
افغاني سرې میاشتې له راستنو شویو کډوالو سره وخت ناوخت نغدي او نورې مرستې کړې دي.
د ویلو ده چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي دي.

