ډېر لوستل شوي

هېواد ته له بېلابېلو لارو راستانه شويو کډوالو لپاره اړین خدمتونه وړاندې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د شنبې ورځې د کاري راپور له مخې، د هېواد له بېلابېلو لارو ۶۷۳ کورنۍ چې ۳۲۲۰ غړي کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي او د کمېټو له‌خوا ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال وياند ملا حمدالله فطرت له رسنيو سره په شريک شوي راپور کې ويلي، چې دغه کډوال د اسلام کلا، ورېښمو لارې، سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

راپور څرګندوي، چې راستانه شويو کډوالو ته د ثبت او بایومیټریک کولو، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي برخو کې لازمې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي. د کمېسیون په وینا، دغه هڅې د دې لپاره روانې دي، څو راستانه شویو هېوادوالو ته د ژوند لومړني شرایط برابر او د هغوی د بیړنیو اړتیاوو پوره کولو ته دوام ورکړل شي.

اړوند خبرونه