ډېر لوستل شوي

قرغیزستان د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره افغانستان ته ۱۳۰ ټنه بشري مرسته رالېږلې

د قرغیزستان حکومت د کونړ ولایت د زلزله‌ځپلو خلکو د مرستې په موخه ۱۳۰ ټنه بشري توکي افغانستان ته رالېږلي دي.

په ياد هېواد کې د افغانستان سفارت وايي، په دې مرسته کې خوراکي توکي، د ماشومانو د ژمي جامې او نور د لومړنيو اړتیاوو توکي شامل دي.

د همدې سفارت د خبرپاڼې له مخې، دغه مرسته د حیرتان بندر له لارې افغان چارواکو ته سپارل شوې ده. دا په داسې مهال ده، چې تر دې مهاله ګڼو هېوادونو د ختيځو ولايتونو په ځانګړې توګه د کونړ ولايت له زلزله‌ځپلو سره مرستې کړې او لا هم دا مرستې دوام لري.

اړوند خبرونه