د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی او په لومړۍورځ یې د رئیس الوزرا په مشرۍ له لوړپوړو افغان مشرانو سره کتلي دي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې وویل چې هېواد یې چمتو دی لهافغانستان سره د اقتصاد او کرنې په ګډون په مهمو برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي.
ښاغلي سعیدوف زیاته کړه چې په افغانستان کې د شته امنیت له امله ازبکستان چمتو دی، په افغانستان کې د سمنټود کارخونو د جوړولو، د ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کېپانګونه وکړي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د افغان – ټرانس د اورګاډي د تخنیکي پلاوي د سفر خبر همورکړ.
ورته مهال رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند ویلي چې اسلامي امارت له ازبکستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دیاو د پلې کېدونکو پروژو ملاتړ یې کوي. ازبک پلاوي د رئیس الوزرا سربېره د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالعبدالغني برادرسره هم کتلي دي.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټ زیاتول، د سوداګریزو اړیکو پراخول، د اورګاډي پټلۍ رغول، په افغانستانکې پانګونه، د برېښنا لېږد، د ترانسپورتي او ګمرکي ستونزو له منځه وړل او د افغان ځوانانو لپاره د زده کړو دفرصتونو رامنځته کول؛ هغه مهم مسایل وو چې په دې ناستو کې پرې خبرې اترې شوي دي.
د ویلو ده چې افغانستان او ازبکستان د یوه بل غوره اقتصادي شریکان دي او له هر مهاله اوس ښه اقتصادي راشهدرشه لري.