ډېر لوستل شوي

د اوزبېکستان د انرژۍ وزير: د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سيمې لپاره حياتي دی

د اوزبيکستان د انرژۍ وزير جورابېک ميرزا محمودوف ويلي، په افغانستان کې سوله او ثبات نه يوازې د اوزبيکستان، بلکې د ټولې سيمې د هېوادونو لپاره حياتي ارزښت لري.

نوموړي دا څرګندونې له «اوزبيکستان ۲۴» ټلوېزيوني شبکې سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

د محمودوف په وينا، د افغانستان ثبات اوزبيکستان ته دا فرصت برابروي چې د نړۍ له ازادو سمندري بندرونو سره د نښلېدو لاره هواره کړي.

هغه زياته کړې: «که په راتلونکې کې په افغانستان کې سوله ټينګه شي او اقتصاد او زېربناوې پياوړې شي، نو افغانستان کولای شي زموږ د هېواد لپاره تر ټولو لنډه ترانزيتي لاره شي. دا به موږ ته د اقتصادي ودې او ترانزيټ د پراخېدو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.»

د اوزبيک چارواکي په خپلو خبرو کې د افغانانو رښتينې او دوستانه رویه هم ستايلې او ويلي يې دي، چې د افغانستان له خلکو سره د هرې کتنې پر مهال د صداقت او دوستۍ احساس څرګندوي.

محمودوف زياته کړې: «کله مې چې په وروستی ځل د اسلامي امارت د رياست‌الوزراء له اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر سره وليدل، د هغه په سترګو، خبرو او صادقانه چلند کې يې له خپلو خلکو او هېواد سره ښکاره د مينې نښې لېدل کېدې.» د اوزبيکستانه دغه وزير دا څرګندونې په داسې مهال کړې، چې څه موده وړاندې د افغانستان په شمال کې د «توتي‌ميدان» د نفتو د کان ۲۵ کلن د استخراج قرارداد د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شو.

اړوند خبرونه