د بهرنیو چارو وزارت د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اوومه ناسته کې د ښاغلي مولوي امیرخان متقي له ګډونه خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي متقي د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اوومه ناسته کې د رسمي غړي په توګه ګډون کړی دی.
ټاکل شوې، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او سیمې د اړیکو پراختیا په موخه د غړو هېوادونو ترمنځ خپل موقف وړاندې کړي.