د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د امنیت په ټینګښت، اقتصاد او بهرني سیاست کې د اسلامي امارت پرمختګونه بېمخینې بللي او په وینا یې چې له سیمې سره د افغانستان اړیکې د پیاوړتیا او پراختیا پر لور روانې دي.
د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اوومه ناسته کې کړې او ویلي یې دي چې افغانستان اوس د امنیتي ننګونو پرځای د سیمهییز ثبات او اقتصادي پرمختګ په فرصت بدل شوی دی.
مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو نهشتون ته په اشارې ویلي چې له ناامنۍ ځورېدلي هېوادونه دې د خپل مسوولیت پخپله ومني او افغانستان دې سیمې ته د خطر په حیث نه ورپېژني.
د بهرنیو چارو وزیر له تېرو څلورو کلونو راهیسې اقتصادي پرمختګ ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت په لومړي ځل د ملي پراختیا پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړې چې پلي کېدل به یې د هېواد تولیدي سکټور، پانګونې، صادراتو او زیربناوو د پراختیا له لارې اقتصادي بنسټونه نور هم پیاوړي کړي.
“اسلامي امارت اوس ټول دولتي مصارف د داخلي بودیجې له سرچینو تمویلوي. په تېره دوره کې هر کال له څلور تر شپږ میلیارد ډالرو پورې بهرنۍ مرستې د افغانستان د دولت په مصارفو کې شاملې وې، اوس مو د مالي استقلال په لور مهم ګامونه اخیستي او کلنۍ عادي او انکشافي بودیجه په مکمل ډول له داخلي عوایدو څخه جوړوو.”
مولوي امیرخان متقي په دې ناسته کې همداراز ویلي چې نړیوالو بندیزونو د افغانستان د اقتصاد د لا غوړولو مخه نیولې او په وینا یې چې لا هم د افغانستان شاوخوا نهه میلیارد ډالر شتمني کنګل پاتې ده.
د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیتپېژندلو ته په اشارې هیله څرګنده کړې چې د نړۍ نور هېوادونه دې هم له افغانستان سره د عملي همکارۍ په لور مثبت ګامونه پورته کړي.
مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اوومه ناسته کې د خپلې وینا پرمهال د غزې له مظلوم ولس څخه د ملاتړ غږ هم اوچت کړی او هلته یې د روان ظلم د پایتهرسېدو غوښتنه کړې ده.
د ویلو ده چې اسلامي امارت په لومړي ځل د مسکو فارمټ مشورتي غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.