د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د هندوستان پلازمېنې «نوي ډيلي» ته رسېدلی دی.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهير جېسوال ويلي، چې د نوي ډيلي په هوايي ډګر کې له ښاغلي متقي تود هرکلی شوی دی.
جېسوال همدارنګه په ټولنيزو رسنيو کې د مولوي اميرخان متقي له انځور سره ليکلي: «موږ د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره د دوه اړخيزو اړيکو او سيمهييزو موضوعاتو په اړه د رغنده خبرو تمه لرو.»