ډېر لوستل شوي

د توري بند چارې نږدې په بشپړېدو دي

د زابل ولایت د توري بند د پروژې چارې ۸۸ سلنه پرمخ تللي او تمه ده پاتې کارونه یې هم ژر تر ژره بشپړ شي.

توري بند د اوبو او انرژۍ وزارت تر څار لاندې بشپړیږي چې د ودانیزې برخې کارونه یې ۸۸ سلنه خلاص شوي دي.

ویل کیږي چې دا بند ۲۵ متره لوړ دی او د ۲.۹ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د 100 کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د دغه بند په رغېدو سره به ۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه او زرګونه زابلۍ کورنۍ به یې له برېښنا برخمنې شي.

د ویلو ده چې د اسلامي امارت په بیا راتګ سره د بندونو او چکډېمونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې او د هیواد په ټولو ولسوالیو کې به یو-یو چکډېم هم ورغیږي.

اړوند خبرونه